د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او له هغوی سره یې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.

د عدلیې وزیر په دې لیدنه کې د طبابت د مسلک تقدس او د هېوادوالو د ژوند په ژغورلو کې د ډاکټرانو ستر مسؤولیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ډاکټران باید خپل مسؤولیت ادا او د خپل مسلک تقدس وساتي. نوموړي زیاته کړه چې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې جوړېدل کولای شي د خلکو او هم د روغتونونو د ستونزو په هوارولو کې ګټور واوسي.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي څرګنده کړه چې د افغانستان اکثریت وګړي مالي توان نه لري او خصوصي روغتونونه باید د اړمنو ناروغانو په درملنه کې مرسته او همکاري وکړي او له ناروغانو څخه د زیاتو پیسو له اخیستلو ډډه وکړي. هغه مکافات او مجازات یو شرعي اصل وباله او ویې ویل چې اسلامي امارت په دوامداره توګه د ټولو برخو له فعالیتونو نظارت کوي او د سرغړونې په صورت کې له سرغړونکو سره قانوني چلند کوي.

د خصوصي روغتونونو مسؤولینو هم په دې کتنه کې د اتحادیې د جوړېدو د کار د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې اوسمهال په کابل کې ۱۲۶ خصوصي روغتونونه فعالیت لري چې د یوې اتحادیې تر چتر لاندې به منسجمې شي. همدا راز هغوی ژمنه وکړه چې د خپلو مسؤولیتونو په ادا کولو کې به لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د عدلیې وزیر د قوانینو د تدقیق او فقهي تخریج د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې د عدلیې وزارت د اړوندو برخو له لوري د قانون جوړونې او د تقنیني اسنادو د وروستي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هرات ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د حقوقي مرستو ریاست نوي رئیسان چې د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS