په ۹ ولایتونو کې د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق د نمایندګیو د فعالېدو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او د علمي-حقوقي څېړنو د چارو د عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړي او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، ګرانو هېوادوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د لاښه خدمت د ترسره کولو په موخه، له اړوندو ادارو سره  په همغږۍ کې د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق مرکزي آمریت سربېره په (۹) ولایتونو (کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، بدخشان، خوست، نیمروز، کندز او پکتیا) کې د عدلیې ریاستونو په تشکیل کې، د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق رسمي نماینده‌ګۍ فعاله کړي دي، ترڅو د یادو ولایتونو او هغو ته د نږدې ولایتونو اوسېدونکي وکولای شي د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق او د خپلو ستونزو د حل لپاره دغو نمایندګیو ته مراجعه وکړي.  

په همدې اساس له ټولو ګرانو هېوادوالو څخه غوښتنه کېږي چې د خپلو رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق لپاره په خپل ولایت او یا په نږدې ولایتونو کې د یاد آمریت تر ټولو نږدې نمایندګۍ ته مراجعه وکړي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۹
Background image

په ۹ ولایتونو کې د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق د نمایندګیو د فعالېدو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او د علمي-حقوقي څېړنو د چارو د عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړي او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، ګرانو هېوادوالو ته د اسانتیاوو د . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د دارالترجمو د ژباړونکو د ازموینې د پایلو خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د جمادي الثاني د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د شنبې په ورځ د دارالترجمو اړوند د عربي او انګلیسي ژباړې د فعاليت د جواز له ۹ تنو غوښتونکو څخه ازموینه واخیسته چې . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۱۱
Background image

د معاملاتو لارښوونې د اعتبار وړ سټو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

د معاملاتو لارښوونې، موټر پلورنځیو جواز لرونکو، ادارو او نهادونو او ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د پېر او پلور، د وفا بیع (جایزي)، د جایدادونو په کرایه ورکولو او د نقلیه وسایطو د . . .

Back to announcements