په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۰:۵۰
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د رجب المرجب د مياشتې په ۲مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورنو په کرایې ورکولو څخه هم ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴۹
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د بدخشان والي سره وکتل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ بدخشان ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۲۷
Background image

د عدليې وزارت په تېره یوه مياشت کې د ۱۷۲ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت کړی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال د قوس(ليندۍ) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د ۱۷۲ عریضه ليکونکو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په قوس (ليندۍ) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۴۱۱ دفترونه. . .

BACK TO NEWS