په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
.

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دې نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو متصديانو ته د کاري چارو ښه پرمخ وړلو او د مالیاتو د تصفیې په موخه لازمې توصیې وړاندې کړې.
د نیمروز ولایت د عدلیې رياست په منظم ډول په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ټولو فعالو دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول

 د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

BACK TO NEWS