په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

په دغه نظارت کې د یادو خیریه بنسټونو د فعالیت جوازونه، مهرونه، رسمي کتابونه، د اجراآتو راپورونه او نور اسناد بررسي شول او په ترڅ کې یې د خیریه بنسټونو ۲ دفترونه د غیرقانونی فعالیتونو له امله وتړل شول.

د ننګرهار د عدلیې رياست په یاد ولایت کې فعال خیریه بنسټونه په منظم ډول څاري او بررسي کوي ترڅو مستحقو کسانو ته د مرستو له رسېدو او د مرستو د وېش بهیر له روڼتیا څخه ډاد ترلاشه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS