په بدخشان ولايت کې د څه باندې زر جریبه ځمکې بررسي کېدل

د بدخشان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د شنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت په شغنان او زیباک ولسواليو کې د څه باندې یو زرو اته دېرش (۱۰۳۸) جریبه ځمکو دوسیو په اړه بحث وشو او تر بررسۍ لاندې ونیول شوې.
هئيت پرېکړه وکړه چې د یادو دوسیو په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي او د وروستنۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې تر بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.