د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو، اهل کار ته د کار د سپارلو، د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د جذب او استخدام په موخه د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو ریاست د عامه اړیکو آمریت اړوند د (ګرافیک ډیزاینر) څلورمې رتبې یو بست له ۱۴۴۸/۱/۱۸ څخه تر ۱۴۴۸/۱/۲۸ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۴/۱۳ تر ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ.ش نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: ګرافیک ډیزاینر
بست: (۴)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: د خپرونو او عامه اړیکو ریاست
راپور ورکوونکی: د عامه اړیکو آمریت
د بست موقعیت: کابل
د بست شمېر: ۱
د دندې موخه: د وزارت وېبپاڼې او ټولنیزو پاڼو لپاره د چاپي موادو، غږیزو او انځوریزو، انیمیشنونو او نورو تبلیغاتي او معلوماتي موادو طراحي او جوړول.
دندې او مسؤولیتونه:
اساسي دندې:
- د بېلابېلو ګرافیکي موادو لکه پوسټر، بروشر، مجلې، خبرپاڼې، بنر، سټنډ، د بلنې کارت، انځوریز راپورونه او نورو چاپي موادو طراحي کول؛
- د وزارت وېبپاڼې او د ټولنیزو شبکو پاڼو لپاره، په زړه پورې ګرافیکي منځپانګې ډیزاین کول؛
- د اړوندو برخو د غوښتنې او نظر پر بنسټ د انځورونو، طرحو، اینفوګرافیکونو او نورو ګرافیکي موادو چمتو کول، بیا کتنه او سمون (اېډیټ) کول؛
- تبلیغاتي برخو لپاره د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د پوهاوي په موخه د لنډو ویډیوګانو او معلوماتي موشن ګرافیکونو طرحه او جوړول؛
- د وزارت د بېلابېلو برخو د اړتیا وړ نورو ګرافیکي محصولاتو او موادو طرحه او تولید؛
- د فکري مالکیت د اصولو مراعاتول، د اطلاعاتو د محرمیت ساتل او له انځورونو، فونټونو او نورو ګرافیکي سرچینو څخه قانوني ګټه اخیستل.
- د وزارت د ګرافیکي موادو د طرحې او ښهوالي په برخه کې د تخصصي مشورو ورکول؛
- د طراحي شویو فایلونو ثبت او آرشیف او د سمون (اېډیټ) وړ نسخو ساتل؛
مدیریتي دندې:
- د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ریاست له کاري برنامې (پلان) سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري برنامې (پلان) چمتو کول او ترتیب کول؛
- د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا پر مهال راپور وړاندې کول؛
- د ادارې د اصولو او موخو مطابق د وظیفې اړوند د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛
د همغږۍ دندې:
- د ورسپارل شویو چارو د پرمخ وړلو په موخه له نورو ادارو او اړوندو شعباتو سره د همغږۍ او اړیکې تأمینول.
د استخدام شرایط:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو کم او له (۶۴) زیات نهوي.
تحصیلي سویه او څانګه:
لږ تر لږه د ژورنالیزم، ګرافیک ډیزاین، کمپیوټر ساینس په یوې څانګه کې د لیسانس او یا په دې معادل د هېواد په داخل یا بهر د دیني مدرسو تحصیلي سند درلودل چې د لوړو زدهکړو وزارت لخوا تأیید شوی اوسي.
کاري تجربه:
- لږ تر لږه یو کلنه کاری تجربه.
لازم مهارتونه:
- د اړوندې برخې د پالیسۍ د تطبیق وړتیا.
- په یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري) تسلط.
- په Photoshop, Coreldraw 2D-3D, Adobe After Effects 2020 / Element 3D, Adobe premiere pro, illustrator, Indesign او نورو اړوندو کمپیوټري برنامو کې مهارت.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره او د کاري تجربې سندونه) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.