د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
Sun, Jul 05 2026 9:32 AM
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو، اهل کار ته د کار د سپارلو، د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د جذب او استخدام په موخه د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو ریاست د عامه اړیکو آمریت اړوند د (ګرافیک ډیزاینر) څلورمې رتبې یو بست له ۱۴۴۸/۱/۱۸ څخه تر ۱۴۴۸/۱/۲۸ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۴/۱۳ تر ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ.ش نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: ګرافیک ډیزاینر

بست: (۴)    

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د خپرونو او عامه اړیکو ریاست

راپور ورکوونکی: د عامه اړیکو آمریت

د بست موقعیت: کابل

د بست شمېر: ۱

د دندې موخه: د وزارت وېب‌پاڼې او ټولنیزو پاڼو لپاره د چاپي موادو، غږیزو او انځوریزو، انیمیشنونو او نورو تبلیغاتي او معلوماتي موادو طراحي او جوړول.

   دندې او مسؤولیتونه:

اساسي دندې:

  • د بېلابېلو ګرافیکي موادو لکه پوسټر، بروشر، مجلې، خبرپاڼې، بنر، سټنډ، د بلنې کارت، انځوریز راپورونه او نورو چاپي موادو طراحي کول؛
  • د وزارت وېب‌پاڼې او د ټولنیزو شبکو پاڼو لپاره، په زړه پورې ګرافیکي منځپانګې ډیزاین کول؛
  • د اړوندو برخو د غوښتنې او نظر پر بنسټ د انځورونو، طرحو، اینفوګرافیکونو او نورو ګرافیکي موادو چمتو کول، بیا کتنه او سمون (اېډیټ) کول؛
  • تبلیغاتي برخو لپاره د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د پوهاوي په موخه د لنډو ویډیوګانو او معلوماتي موشن ګرافیکونو طرحه او جوړول؛
  • د وزارت د بېلابېلو برخو د اړتیا وړ نورو ګرافیکي محصولاتو او موادو طرحه او تولید؛
  • د فکري مالکیت د اصولو مراعاتول، د اطلاعاتو د محرمیت ساتل او له انځورونو، فونټونو او نورو ګرافیکي سرچینو څخه قانوني ګټه اخیستل.
  • د وزارت د ګرافیکي موادو د طرحې او ښهوالي په برخه کې د تخصصي مشورو ورکول؛
  • د طراحي شویو فایلونو ثبت او آرشیف او د سمون (اېډیټ) وړ نسخو ساتل؛

مدیریتي دندې:

  • د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ریاست له کاري برنامې (پلان) سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري برنامې (پلان) چمتو کول او ترتیب کول؛
  • د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا پر مهال راپور وړاندې کول؛
  • د ادارې د اصولو او موخو مطابق د وظیفې اړوند د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  • د ورسپارل شویو چارو د پرمخ وړلو په موخه له نورو ادارو او اړوندو شعباتو سره د همغږۍ او اړیکې تأمینول.

د استخدام شرایط:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کالو کم او له (۶۴) زیات نه‌وي.

تحصیلي سویه او څانګه:

لږ تر لږه د ژورنالیزم، ګرافیک ډیزاین، کمپیوټر ساینس په یوې څانګه کې د لیسانس او یا په دې معادل د هېواد په داخل یا بهر د دیني مدرسو تحصیلي سند درلودل چې د لوړو زده‌کړو وزارت لخوا تأیید شوی اوسي.

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه یو کلنه کاری تجربه.

لازم مهارتونه:

  • د اړوندې برخې د پالیسۍ د تطبیق وړتیا.
  • په یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري) تسلط.
  • په Photoshop, Coreldraw 2D-3D, Adobe After Effects 2020 / Element 3D, Adobe premiere pro, illustrator, Indesign  او نورو اړوندو کمپیوټري برنامو کې مهارت.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره او د کاري تجربې سندونه) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.