د مرکز زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره د زده کړییز سیمینار جوړول

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۵:۲۸
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت، د جمادي الاول میاشتې په ۲۵ نېټې د شنبې په ورځ د مرکز زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره شپږ ورځنی زده کړییز سیمینار د عدلیې وزارت په تالار کې جوړ کړ.

د یاد سیمینار په پرانیسته کې، د عدلیې وزارت اداري معین مولوي عبدالغني فایق، د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم، د بشري سرچینو د ریاست د زده کړو او د ظرفیت لوړولو آمر مفتي احمد ضیاء خبیب او د یاد وزارت نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په یاد سیمینار کې چې د امارت د قضایاو د مسلکي زده کړو تر سرلیک لاندې جوړ شوی د میدان وردک، لوګر، پروان، کاپيسا، پنجشیر او بامیان ولایتونو د عدليې ریاستونو ۲۷ تنو مسلکي غړو ګډون کړی او د غصب او له هغه سره د مبارزې لارې چارې، د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون او اړوند لایحې، دعوا او د هغې شرایط، د پلان جوړونې او د ادارې د انسجام په چارو کې د اداري مراسلاتو د اهمیت په اړه لازمې زده کړې ترسره کوي.

د دغه سیمینار په پرانیسته کې د عدلیې وزارت اداري معین خبرې وکړې او د دغه سیمینار له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې له دغه سیمینار څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د خپلو چارو په لاښه والي کې ورڅخه کار واخلي.

وروسته د عدليې وزارت د بشري سرچینو د ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمر د یاد سیمینار او د محتوا په اړه یې معلومات ورکړل او د یاد سیمینار ګډونوالو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت د یاد وزارت د کارمندانو د کاري ظرفیت لوړولو په منظور وخت په وخت دغه ډول برنامې جوړوي او په دې برخه کې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS