د لغمان او جوزجان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۰:۲۷
.

د لغمان او جوزجان ولایتونو د ځمکې غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یاد شوي هیئت دغو ولایتونو کې له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وکړه.

د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د مخکنۍ اوونۍ د تثبیت شویو ځمکو د دوسیې پر ترتیب او مرکزي کمېسیون ته یې پر استولو ټینګار وشو.

په دغې ناسته کې، د رسمي ښارګوټو د ځمکو د تثبیت په اړه بحث وشو او د یادو شویو ښارګوټو د نقشو پر لیدلو او له هغو سره سم د اجراآتو په اړه پریکړه وشوه.

یاد شوی هیئت له ناستې څخه وروسته د تبۍ کونج کوچي میشتې ساحې ته سفر وکړ او د تره خیل او اکاخیل کوچیانو ترمنځ د شخړې لاندې ساحې څخه له نږدې لیدنه وکړه. هیئت له دواړو قومونو څخه ضروري پوښتنې مطرح کړې چې وروسته به د هغې په اړه پریکړه وشي.

.

په همدې حال کې، دجوزجان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، د جوزجان اوسیدونکو د یو اندازه ځمکې په اړه د کمېسیون د مشرتابه لیک چې عامه مرعی ځمکې یې تخریب کړي او په اړه یې، د یادو اوسیدونکو او مالدارانو ترمنځ شخړه روانه ده، بررسي شوه.

دغې ناسته د مرنجان، سه شنبه (د ترکستان ښارګوټي)، منګوتي کلیو، د افغان ګاز تصدۍ او د جوزجان ولایت د مرکز اړوند د خواجه دو کو او قوشتپه د عامه مرعی د ځمکو ساحې د بررسۍ له پاره د توظیف شوي ټیم راپور وړاندې او بحث لاندې ونیول شو.

دغه راز په یاده ناسته کې له سیمه ییزو ادارو څخه د رارسیدل شویو جدولونو په اړه د امارت د قضایاو د مسلکي غړو راپور وړاندې شو او بررسي شو. دغه راز د کرنې ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د غصب شویو ځمکو کره ارقام راټول کړی ترڅو د هغو له مخې د ۱۴۰۲ کال له پاره کاري پلان جوړ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۷
Background image

د پکتيا عدليې رئيس د څمکنۍ له ولسوال او نورو سيمه‌ييزو مسؤولينو سره ولیدل

 د پکتيا ولايت د عدليې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او ورسره مل پلاوي د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵‌مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د څمکنۍ ولسوالۍ له ولسوال او د یادي ولسوالۍ يو شمېر نورو سيمه‌ييزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۳
Background image

د بغلان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

 د بغلان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئيس او د ۱۵ ولسوالیو د امارت د قضایاوو د مديرانو په ګډون جوړه شوه.
د بغلان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

د غزني ولایت د عدلیې او استیناف محکمې رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د غزني ولایت د عدلیې رئیس، مولوي مطیع الحق عثمان او ورسره مل پلاوي د ذی‌القعدې مياشتې په ۲۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مولوي عزیز الله حیدر سره د. . .

BACK TO NEWS