د لغمان او جوزجان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
Tue, Feb 28 2023 10:27 AM
.

د لغمان او جوزجان ولایتونو د ځمکې غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یاد شوي هیئت دغو ولایتونو کې له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وکړه.

د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د مخکنۍ اوونۍ د تثبیت شویو ځمکو د دوسیې پر ترتیب او مرکزي کمېسیون ته یې پر استولو ټینګار وشو.

په دغې ناسته کې، د رسمي ښارګوټو د ځمکو د تثبیت په اړه بحث وشو او د یادو شویو ښارګوټو د نقشو پر لیدلو او له هغو سره سم د اجراآتو په اړه پریکړه وشوه.

یاد شوی هیئت له ناستې څخه وروسته د تبۍ کونج کوچي میشتې ساحې ته سفر وکړ او د تره خیل او اکاخیل کوچیانو ترمنځ د شخړې لاندې ساحې څخه له نږدې لیدنه وکړه. هیئت له دواړو قومونو څخه ضروري پوښتنې مطرح کړې چې وروسته به د هغې په اړه پریکړه وشي.

.

په همدې حال کې، دجوزجان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، د جوزجان اوسیدونکو د یو اندازه ځمکې په اړه د کمېسیون د مشرتابه لیک چې عامه مرعی ځمکې یې تخریب کړي او په اړه یې، د یادو اوسیدونکو او مالدارانو ترمنځ شخړه روانه ده، بررسي شوه.

دغې ناسته د مرنجان، سه شنبه (د ترکستان ښارګوټي)، منګوتي کلیو، د افغان ګاز تصدۍ او د جوزجان ولایت د مرکز اړوند د خواجه دو کو او قوشتپه د عامه مرعی د ځمکو ساحې د بررسۍ له پاره د توظیف شوي ټیم راپور وړاندې او بحث لاندې ونیول شو.

دغه راز په یاده ناسته کې له سیمه ییزو ادارو څخه د رارسیدل شویو جدولونو په اړه د امارت د قضایاو د مسلکي غړو راپور وړاندې شو او بررسي شو. دغه راز د کرنې ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د غصب شویو ځمکو کره ارقام راټول کړی ترڅو د هغو له مخې د ۱۴۰۲ کال له پاره کاري پلان جوړ شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS