د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا په ناسته کې د معاملاتو لارښوونې له دفترونو پر لازیات نظارت ټینګار وشو

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الاول د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د دغه وزارت د مرکزي رئیسانو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه د نظارت د پیاوړتیا د اړتیا، په محکمو کې له عدلیې وزارت څخه د فعالیت د جواز لرونکو مدافع وکیلانو او د یاد وزارت د حقوقي مساعدینو د ستونزو، د محکمو لخوا د شرعي قبالو د تایید په برخه کې د همغږۍ او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه د نظارت د زیاتوالي لارې چارې بررسي شوې او د هغو پر پلي کولو ټینګار وشو. همداراز د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا پرېکړه وکړه چې د مدافع وکیلانو د حقوقي مساعدینو د ستونزو حل لپاره همغږۍ زیاتې شي.