د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کاپیسا ولایت د والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د ربیعالآخر د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال، د استيناف محکمې رئیس عزيز الرحمن حقاني او یو شمېر نورو سيمهییزو مسؤولينو سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې چې د کاپیسا ولایت د مقام په مقر کې ترسره شوه، په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د وړيا حقوقي مرستو او مشورو د وړاندې کولو څرنګوالي، په جزایي قضيو کې حقوقي مرستو ته د بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو د لاسرسۍ، په عدلي او قضائي مراجعو کې د حقوقي مساعدینو د کاري ستونزو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او مسؤولينو سره یې لازم معلومات شریک کړل.
په دې ناسته کې د کاپیسا ولایت والي او نورو مسؤولينو ډاد ورکړ چې د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې رياست د حقوقي مرستو آمریت ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو او حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او دغه راز د هغوی د مؤکلينو په دوسیو کې لازمه همکاري کوي.