د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د تخار والي سره وليدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۲۱
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې د رجب‌المرجب د مياشتې په ۱مه نېټه دو‌شنبې په ورځ تخار ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت له والي، مولوي سمیع الله حزب الله او نورو سمیه‌ییزو مقاماتو سره یې وکتل.
په دې کتنه کې د تخار ولایت د استيناف او نظامي محکمو رئیسانو هم ګډون درلود او د حقوقي مرستو رئيس په‌کې د یاد رياست د دندو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دغه رياست په جزایي قضيو کې بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو ته حقوقي مرستې او کورنيو قضيو کې ښځو او ماشومانو ته وړيا حقوقي مشورې وړاندې کوي.
همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د حقوقي مرستو رياست د وړیا ۱۸۸ شمېرې له لارې په ټول هېواد کې وړيا حقوقي مشورې وړاندې کوي.
له‌بلې خوا، د تخار والي په دې ناسته کې وویل چې ټولې امارتي ادارې باید له یوبل سره په کاري چارو کې همکاري او همغږي ولري ترڅو د ولس ستونزې ژر تر ژره حل شي.
نوموړي همدارنګه له عدلي او قضايي مراجعو څخه وغوښتل چې د تخار ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت سره د حقوقي مرستو وړاندې کولو او د عامه حقوقي پوهاوي برنامو جوړولو په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
دغه راز په یاده ناسته کې د استيناف او نظامي محکمو مسؤولينو هم ډاد ورکړ چې د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې رياست د حقوقي مرستو آمریت ته د بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو او حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او د مؤکلينو د دوسیو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د مياشتې په ۱۰مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د هرات ښار په پنځلسمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۳۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د رجب‌المرجب د میاشتې په ۱۱مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په غزني ولایت کې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د غزني ښار په ځينو سيمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۳ دفترونو او ۲ بلاکونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت پر. . .

BACK TO NEWS