د عمرې حج په برخه کې د ستونزو د بررسۍ او حل په موخه ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Mon, Dec 29 2025 10:14 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د اړوندو ادارو او د عمرې حج شرکتونو د اتحادیې مسئولینو سره په یوې ناسته کې د عمرې حج په برخه کې د ستونزو په بررسۍ او د هغو پر حل ټینګار وکړ.

دغه ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزیر په مشرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال، د حج او اوقافو او بهرنیو چارو وزارتونو، د استخباراتو عمومي ریاست، د کابل نړیوال هوایي ډګر د ریاست د استازو، د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس او د عمرې حج شرکتونو د اتحادیې د رئیس په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو په موخه د حاجیانو د سفر اړوند ستونزې بررسي شوې او د نشه‌یي توکو د قاچاق پر مخنیوي، عمرې حج ته د سفر د لګښتونو د کمولو او د ځینو کسانو د نه راستنېدو د حل موضوع او له سعودي عربستان څخه نورو هېوادونو ته د سفر د هڅو په اړه بحث او خبرې وشوې.

په دې ناسته کې د عدلیې وزیر وویل چې سعودي عربستان د نړۍ د مسلمانانو مرکز دی او افغان حاجیان باید هلته له افغانستان څخه غوره استازولي وکړي. هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې ستونزې کولای شي د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې اغېزمنې کړي او پر افغان حاجیانو قیودات هم زیات کړي.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر ټینګار وکړ چې د نظام حیثیت باید وساتل شي او ټول مسئولین باید په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي. نوموړي زیاته کړه چې د عمرې حج شرکتونو اتحادیه او اړوندې ادارې دې په یاده برخه کې ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

په دې ناسته کې مسئولینو او د ادارو استازو هم د عمرې حج د سفر په برخه کې د ستونزو د حل په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل. په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی معین په مشرۍ او د نورو ادارو په غړیتوب یوه کمېټه رامنځته شي ترڅو په دې برخه کې موجودې ننګونې او ستونزې بررسي کړي او حل لارې ورته ومومي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS