په کابل ښار کې ۵ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ۲۳ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکيلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور موضوعات تر بررسي لاندې ونيول شوو چې په ترڅ کې یې ۵ دارالوکالې د یو شمېر غیر قانوني فعاليتونو له امله وتړل شوې.
همدارنګه نظارتي پلاوي پاتې نورو دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل په برخه کې یې د هغو متصديانو ته لازمې توصيې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.
