د دفاع وکالت د پنځمې دورې ورودي ازموینه د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون واخیستل شوه

barekzai_admin
Tue, Oct 14 2025 2:51 PM
.

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د پنځمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د مالي او اداري رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي سید حبیب الحبیب، د مدافع وکیلانو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم احسان او د یاد وزارت د نورو مقاماتو په ګډون او وینا سره واخیستل شوه.

د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې ازموینې پرانیست غونډه کې وویل چې دا ازموینه د یوې ارزښتناکې او مهمې موخې ته د رسیدنې لپاره اخیستل کېږي او هغه دا چې ټولنې ته مسلکي، وړ او لایقه افراد وړاندې شي څو د مظلومو خلکو له حقوقو څخه دفاع وکړي.

نوموړي د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته په خطاب سره وویل چې ستاسو دنده د یو بیوزله طبقې له حقوقو څخه دفاع ده چې څو لسیزې جګړه او ناخوالۍ یې تېرې کړي او په دې دنده کې د دیانت او ایماني او افغاني احساس لرل د پيسو او مادیاتو ترلاسه کولو څخه ډېر مهم دي.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر مدافع وکیلانو ته توصیه وکړه چې له دې دندې د دوی نیت د پیسو پیدا کول نه وي ځکه د دومره زده‌کړو،  تحصیل او زحمتونو وروسته، مادیات یوه ډېره کوچنۍ موخه ده؛ بلکې د دوی موخه هغو خلکو ته خدمت کول واوسي چې نه‌شي کولای له خپل حق څخه دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه چې مدافع وکیلان په ازموینه کې له بریالیتوب او جواز اخیستو څخه وروسته د اسلامي امارت له نظام او عدلیې وزارت څخه استازیتوب کوي او ټینګار یې وکړ چې د دوی سیرت او صورت باید د اسلامي شریعت مطابق وي ترڅو له نظام څخه په سمه توګه استازیتوب وشي کولای.

د عدلیې وزارت مسلکي معین وویل چې د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په منظم ډول د مدافع وکیلانو فعالیتونو څاري او په هغه صورت کې چې وکیلانو سرغړونه کړې وي، تر پلټنې لاندې به ونیول شي.

په یاده برنامه کې د عدلیې وزارت مالي او اداري رئیس، مولوي سید حبیب الحبیب هم خبرې وکړې او د ازموینې ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې او د راتلونکو مراحلو له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ. دغه راز نوموړي د ازموینې ګډونوالو لپاره د ازموینې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د دفاع وکالت د ورودي ازموینې په دې دوره کې۶۴۸ تنه متقاضیان په شرایطو برابر پېژندل شوي چې په بریالیتوب ډول د ازمینې له تېرولو او راتلونکو مراحلو تېرولو وروسته به هغوی ته د دفاع وکالت جواز ورکړل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS