د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ برنامې له شپږمې دورې څخه د ۶۴ تنو فراغت

hayat_admin
Sun, Feb 11 2024 2:06 PM
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د یاد وزارت د تقنیني ستاژ د ۶۴ تنو ستاژرانو د فراغت مراسم پر ځای کړل او هغوی ته یې د فراغت سندونه ورکړل.

په دغو مراسمو کې چې د رجب المرجب د میاشتې په ۳۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوو، مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د قانون جوړونۍ د چارو د عمومي ریاست مرستیال او سرپرست مولوي رکن الدین عتیق، د قوانینو د مطالعې او تشریح دیپارتمنت رئیس محمد ادریس برمک او د یاد وزارت نورو مسؤولینو او ستاژرانو حضور درلود.

د عدلیې وزارت مسلکي معین په دغو مراسمو کې د ستاژارنو د فراغت مبارکۍ ترڅنګ، خلکو ته د خدمت په لاره کې له پوهې څخه د ګټې اخیستنې او د عدالت په پلي کېدو ټینګار وکړ. نوموړي ټینګار وکړ چې د یادې دورې زده کړې څخه د ستاژرانو موخه او نیت، پیسې او مقام نه بلکې ولس ته خدمت او دنیوي او اخروي مسؤولیت ترسره کول و اوسي.

نوموړي له ستاژرانو څخه وغوښتل چې له عدلیې وزارت څخه چې سند یې په لاس کې لري په ښه توګه استازیتوب وکړي او د پوهې ترڅنګ، په ښو او حسنه اخلاق سمبال شي.

په یادو مراسمو کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست مرستیال د علم او پوهې د ارزښت او اسلامي ټولنې لپاره د هغو د اړتیا په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د یادې پوهې له زده کړې څخه د ستاژرانو موخه، د الله تعالی د رضا ترلاسه کول و اوسي.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت مقاماتو د تقنیني ستاژ د ښوونکو قدرداني وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د یادې دورې فارغان د اړوندو ادارو په تقنیني برخو کې لازم بدلونونه رامنځته کړي.

یاد مراسم ستاژرانو ته د عدلیې وزارت مسؤولینو په واسطې د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسیدل. د تقنیني ستاژ په دغې دوره کې د اداراتو او په شرایطو برابرو څانګو د فارغانو په شمول ۶۴ تنو ګډون درلود او یاده برنامه یې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS