د غور، پکتیکا او لوګر ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
Tue, Jan 31 2023 3:20 PM
.

د غور، پکتیکا او لوګر ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یادو ولایتونو کې د یو شمېر غصب شوو ځمکو په اړه بحث او لازم تصامیم ونیول شول.

د غور ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د کابل-غور دروازې د ځمکې په ساحه کې چې پشته وردک ها باندې شهرت لري بحث وشو او پریکړه وشوه چې متصرفین یې د امنیه قوماندانۍ لخوا احضار شي او موضوع لازیاته بررسي شي.

دغې ناسته کې، د غور مرکز کې د یو شخص د وقفي ځمکې سندونه  بررسي شوو او پریکړه وشوه چې هغه شاهدان چې نوم یې سند کې یاد شوی حاضر شي. دغه راز د حاجي صحت او حاجي الله داد د هستوګنې د کور د ځمکې د ساحې په اړه پریکړه وشوه چې یو ټیم سیمه له نږدې وګوري او بررسي کړي.

په یاده ناسته کې په فیروز کوه ښار کې د تیلو د یو ټانک باره کې هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې غونډو کې یاد ټانک د مالک د عدم حضور په دلیل، وتړل شي.

.

په همدې حال کې، د پکتیکا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو او لازم تصمیم ونیول شو.

دغې ناسته کې د یو شمیر اشخاصو عریضې بررسي شوې او یوشمېره اشخاص هم د هیئت راتلونکې غونډې ته وغوښتل شول.

پر دې سربېره، د لوګر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې، د امنیه وقوماندانۍ د مخدره توکو آمر ددغه ولایت د معتادینو د روغتون د پراختیا له پاره ځمکه وغوښتله.

دغې ناسته کې د پل علم مرکز کې د هوني سفلا، عمر آباد او د یار محمد کاریز د کلیو د ځمکو د هر اړخیزې بررسۍ موضوع په اړه بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز په یاده ناسته کې د یو شمېر اشخاصو عریضې د څاګانو د کېندلو په تړاو بررسي شوې او پریکړه وشوه چې د کمېسیون تر امر ثاني پورې، هرډول کار او فعالیت په دغو ځمکو ودرول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS