د عدلیې وزیر د "غیر قضایی عدالت" پر قانوني کولو ټینګار وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي په افغانستان کې د سویس د پراختیايي مرستو ادارې له مرستیالې مېرمن یانا زمپ سره عدالت ته د لاسرسي او حقوقي پوهاوي په اړه خبرې وکړې. د دې ناستې په جریان کې د عدلیې وزیر ټینګار وکړ چې کوښښ کوي تر څو د شوراګانو او جرګو له لارې غیر قضایی عدالت قانوني کړي.
د دې ناستې په جریان کې چې د یکشنبې ورځې د وري د میاشتې په ۱۵مه نېټه د عدلیې په وزارت کې ترسره شوه، میرمن یانا زمب د قانون حاکمیت، عدالت ته لاسرسي، حقوقي مرسته او حقوقي پوهاوي په برخو کې د نړیوالو بنسټونو ملاتړ سربیره په بیلابیلو برخو کې د یاد سازمان د همکارۍ په اړه معلومات وړاندې کړل.
مېرمن یانا زیاته کړه چې، په لیرې پرتو سیمو کې عدالت ته لاسرسي او د رسمي قضایی سیستم سره د شوراګانو او جرګو تعقیب هغه مسلې دي چې دوی ورته پام کوي
ښاغلي معنوي د قانون د حاکمیت، عدالت ته د لاسرسي او د افغانستان له خلکو سره د حقوقي پوهاوي په برخو کې د پراختیايي مرستو د دفتر د همکاریو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د قانون د حاکمیت په برخه کې د نړیوالې ټولنې همکارۍ زموږ د پرمختګ لامل شوې.
هغه په لیرې پرتو سیمو کې عدالت ته د خلکو لاسرسي ته په اشارې سره وویل چې د عدلیې وزارت د غیر قضایی عدالت د مشروعیت لپاره د جرګو او شوراګانو په قانوني کولو کار کوي او دا میتود د خلکو روحیې سره نږدې دی. د هغه په وینا دا مهال د قانون پلي کوونکو ادارو دا کار د جوړجاړي له لارې کوي او که جدي همکاري وشي نو د لا قضایي عدالت لپاره به زمینه برابره شي.
د عدلیې وزیر ټینګار وکړ چې خلک باید د دوی د ستونزو د حل لپاره نه باید په عدلي او قضايي ارګانونو کې سرګردان وګرځي. هغه وويل د قانوني بنسټونو تر څنګ د شوراګانو او جرګو شتون د قانوني مسلو حل او د حقوقي مسایلو د حل په برخه کې د عدلي او قضايي بنسټونو سره د همکارۍ لپاره اړینه ده. په ورته وخت کې هغه ټینګار وکړ چې دا باید سم مدیریت شي او نه باید د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي.
د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته د حقوقي پوهاوي پیاوړتیا په اړه د عدلیې وزیر وویل چې د حقوقي پوهاوي اړتیا په لیرې پرتو سیمو کې په ځانګړي توګه د میرمنو لپاره ډیر احساس کېږي. هغه زیاته کړه چې په کورنیو مسایلو کې سخت قوانین زموږ پر وړاندې خنډ ګرځیدلی او موږ اړتیا لرو د خلکو حقوقي پوهه زیاته کړو تر څو ستونزې د لانجو لامل نه شي.
د عدلیې وزیر زیاته کړه چې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې ښځې د خپلو حقونو ترلاسه کولو په برخه کې ستونزې لري او موږ هڅه کوو چې د حج او اوقافو وزارت او د علماوو شورا له لارې په دې برخو کې حقوقي پوهاوی لوړ کړو. هغه دا هم روښانه کړه چې قانوني پوهاوی باید د مقننه سند پر اساس وي او موږ دا مهال په دې برخه کې پر کار بوخت یوو.
فضل احمد معنوي څرګنده کړه چې په لوی ښارونو کې د عامه پوهاوي لوی برنامې شتون لري؛ خو نورو ولایتونو ته هم جدي پاملرنه باید وشي.
هغه زیاته کړه چې له بده مرغه په نیمروز ولایت کې هیڅ بنسټ او د مدافع وکیلانو خپلواکه اداره حقوقي مساعدت نده استخدام کړی؛ په داسې حال کې چې ځینو ولایتونو کې د قانوني پوهاوي برنامې په میاشت کې دوه ځله ترسره کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې نړیوالې مرستې باید په اغیزمنه توګه وکارول شي او لنډ مهاله پلانونه باید چمتو شي ترڅو دولت د بهرنیو مرستو په نه شتون کې دې مسؤلیت ته دوام ورکړي.
د عدلیې وزیر په دې وزارت کې د مقننه سیستم عصري کولو په اړه هم یادونه وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې به اړتیا وي په افغانستان کې د سویس د مرستو له دفتر سره شریکې شي. هغه وویل چې دوی هیله لري په دې برخه کې به هم افغانستان کې د سویس د پراختیايي مرستو اداره پاملرنه وکړي.
په همدې حال، افغانستان کې د سویس د پراختیايي مرستو دفتر مرستیالې ژمنه وکړه چې پلي کوونکو ادارو ته د مالي مرستو په ورکولو سره به اړوندو برخو کې همکارۍ ته دوام ورکړي.