د عدليې وزارت سرپرست په کابل کې د امریکا د سفیر له مرستیال سره خبرې وکړې
د عدليې وزارت سرپرست قضاوتپوه فضل احمد معنوي په کابل کې د امریکا د سفیر له مرستیال ښاغلي مک کري، د دې سفارت له عدلي_قضايې اتشه او د امریکا د متحده ایالاتو د بین المللي پرمختیا او له نشه يې توکو سره د مبارزې او د قانون د تنفیذ د ادارو له مسؤلانو سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې ویدیو کنفرانس کې چې د روان کال د تلې د میاشتې په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شو، د قانون د واکمنۍ، عدالت ته لاسرسي او د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې په باره کې خبرې وشوې.
د عدليې وزارت سرپرست د امریکا د متحده ایالاتو د بین المللي پرمختیا د ادارې(USAID) او د نشه يې توکو سره د مبارزې او د قانون د تنفیذ له لارې د ادارې(INL) او د نورو برخو له لارې د دغه هېواد له همکاریو څخه مننه وکړه او ويې ویل: عدليې وزارت په عمومي توګه د قوانینو د طرحې او تدقیق، د عامه جایدادونو د غصب څخه د مخنیوي، محکمو ته له تللو څخه مخکې حقوقي دعواوو ته رسیدګۍ، حقوقي مساعدتونو، د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې او د اداري سیستمونو د مدرن کولو په برخو کې اساسي بیارغونې او بدلونونو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: که څه هم په دې موده کې یو لړ کارونه شوي دي خو د اداري سیستمونو مدرن کولو، د عدالت د تأمینولو د لارې لنډول او په اغیزمن او معیاري ډول د قوانینو طرحه او تدقیق چې په لنډه موده کې د تعدیل یا نوي کولو ته اړتیا ونه لري، له هغو اصلاحاتو څخه دي چې باید عملي شي.
د عدليې وزارت سرپرست وویل چې د دې وزارت لومړیتوبونه او اړتیاوې په تېره بیا د دولت د قضایاوو، حقوقو، قانون جوړونې او د حقوقي مساعدتونو په برخو کې برابرې شوې دي چې په نږدې راتلونکې کې به په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د برنامو د ملاتړ او مرستو د ترلاسه کولو په منظور د امریکا سفارت ته ولېږل شي.
محترم فضل احمد معنوي دغه راز محکمو ته د تللو څخه د حقوقي دعواوو په حل او فصل کې د جرګو په ګډون د وګړنیو بنسټونو رول مهم وباله او ويې ویل: هڅه کوو چې حقوقي ادارو له خلکو او ټولنې سره ونښلوو.
په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیال په دې ویدیو کنفرانس کې د عدليې وزارت سرپرست ته د مبارکۍ په ترڅ کې وویل چې د قانون واکمني زموږ له لومړیتوبونو څخه یو دی او موږ علاقمند یو چې په دې برخه کې له تاسو سره همکاري وکړو.
هغه له فساد سره د مبارزې لپاره د افغانستان ژمنه مهمه وبلله او ويې ویل: لازمه ده چې له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د تطبیق په لاره کې کار وشي.
دغه راز په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له نشه يې توکو سره د مبارزې او د قانون د تنفیذ د ادارې رئیس ښاغلي پاتریک تانیمورا په دې ویدیو کنفرانس کې خبرې وکړې او ويې ویل چې موږ عدالت ته د لاسرسي لپاره بودجه لرو او ستاسو د وړاندیزونو او نوښتونو ته هرکلی کوو. هغه دغه راز وویل ډیر علاقمند دی چې د اړتیاوو نوملړ او جزئیات ترلاسه کړي ترڅو د هغه له مطالعې او بررسۍ څخه وروسته، په بیلا بیلو برخو کې خپله همکاري مشخصه کړي.
د عدليې وزارت سرپرست دغه راز په دغو خبرو کې د دې وزارت له اقداماتو څخه چې د اړوندو قوانینو طرحه او بشپړول له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژي تدقیق او عدالت ته لاسرسي د ۵ کلنې ستراتیژۍ طرحه پکې شاملېږي، له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې خبرې وکړې.
د عدليې وزارت مالي او اداري معین محترم ګل محمد ګلزي هم د دې وزارت د مسلکي کارکوونکو د ګومارنې بهیر کي د روڼتیا د رامنځته کولو او په دې وزارت کې د ښځو د ونډې زیاتوالي په باره کې خبرې وکړې هغه وویل چې همدا اوس په دې وزارت کې د ښځو ونډه، ۲۳ سلنه ده او هڅه کېږي چې دغه شمېر لوړ شي.
به کابل کې د امریکا سفارت مرستیال او د دې هېواد له مرستندویو بنسټونو مسؤلانو د عدليې وزارت له اقداماتو او هڅو قدرداني وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د لومړیتوبونو او اړتیاوو د ترلاسه کولو وروسته د قانون د واکمنۍ، عدالت ته د لاسرسي او د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې په لاره کې خپلې همکارۍ پیاوړې کوي.