د عدليې وزیر په هېواد کې د حقوقي مساعدتونو په وړاندې کولو کې مدني بنسټونو شتون اغیزمن بولي

د حقوقي مساعدتونو د عالي کمېسیون دریمه غونډه د عدليې وزارت له سرپرست او د حقوقي مساعدتونو د عالي کمېسیون د رئیس قضاوتپوه فضل احمد معنوي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون د روان کال د تلې د میاشتې په ۱۵ نېټې د سه شنبې د ورځې په دغه وزارت کې جوړه شوه.
د حقوقي مساعدتونو او د کمېسیون د حقوقي مساعدتونو د تنظیم د مقررې پربنسټ ۱۳۸۹ کال کې د عدليې د وزیر په مشرۍ د حقوقي مساعدتونو د خدمتونو د رهبرۍ، همغږۍ او په وړاندې کولو د څارنې په عدالت د لاسرسي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د عادلانه محاکمې د حق د پیاوړتیا په منظور، رامنځته شوې دې، چې ۱۶ غړي لري. دغه کمېسیون ۴ غړي د حقوقي مساعدتونو په برخه کې له فعالو مدني بنسټونو څخه انتخاب شوي دي چې د زیاتې ځواب ورکونې روڼتیا او د عمومي څارنې زمینه برابروي.

د دې کمېسیون په دې غونډه کې له مدني بنسټونو څخه د کمېسیون ۴ غړو د انتخاب او د هغوې د ورپیژندنې د څرنګوالی، د حقوقي مساعدتونو د وجهي صندوق د رامنځته کولو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو، د حقوقي کلینیکونو د عملي فعالیت، د دارالانشا د ۵ غړو د ورپیژندنې او د هغې د کړنلارې او د حقوقي مساعدتونو د صندوق له وجوهو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې په باره کې خبرې وشوې.
د عدليې وزارت سرپرست په دې غونډه کې د حقوقي مساعدتونو د عالي کمېسیون له رامنځته کیدو څخه خوښي څرګنده کړه.
هغه د حقوقي مساعدتونو د وجهي صندوق رامنځته کیدل چې په هېواد کې د حقوقي مساعدتونو له پراختیا سره د دولت د ملاتړ او د بین المللي بنسټونو د مرستو جذب د څرنګوالي په منظور د حقوقي مساعدتونو د تنظیم په مقرره کې اټکل شوی دی، مهم وبلل.

محترم فضل احمد معنوي د عادلانه محکمې د تضمینوونکي په توګه په محکمو کې د مدافع وکیل شتون مهم وباله او ويې ویل د خوشحالي ځای دی چې کورنیو قضیو ته د ښځو او ماشومانو په ګډون، حقوقي مدافع وکیل په وړیا ډول توظیفوو.
هغه هیله څرګنده کړه چې د حقوقي مساعدتونو عالي کمېسیون وکولای شي د حقوقي مدافع وکیل په توظیف او په دې برخه کې د فعالیتونو په سمون کې ګټور وي.
په دې غونډه کې د افغانستان د مدافعو وکیلانو د خپلواکې ټولنې رئیس او د دې کمېسیون غړی محترم روح الله قاري زاده هم خبرې وکړې او د دولت له لوري د حقوقي مساعدتونو وجهي صندوق ته د مشخصې بودجې د بیلولو غوښتنه وکړه. هغه وویل: دغه مورد مرسته کوي چې د بین المللي بنسټونو هم له دغه صندوق سره مرستې ته وهڅول شي.
د کمېسیون غړو په دې غونډه کې پریکړه وکړه چې د حقوقي مساعدتونو له وجهي صندوق سره د دولت د مالي ملاتړ د څرنګوالي په باره کې له ماليې وزارت سره په تخنیکي ډول جلا خبرې وشي او په دې برخه کې د قانوني خنډونو د شتون په صورت کې يې دغه خنډونو لرې شي.

له بلې خوا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او د حقوقي مساعدتونو د عالي کمېسیون غړي محترم عبدالتواب بالاکرزي د حقوقي کلینیکونو په باره کې خبرې وکړې. هغه وویل چې دغو کلینیکونو ته په ۱۶ ولایتونو کې د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځیو په درسي نصاب کې ځای ورکړ شوی دی. د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین په خبره، دغه کلینیکونو په ۱۱۳ خصوصي پوهنتونو نو کې هم فعالیت کوي.
د افغانستان د حقوقو د بین المللي بنسټ رئیس او د کمېسیون غړي محمد نبي وقار هم په دې غونډه کې وویل چې دغه بنسټ ژمن دی چې د باکیفیته خدمتونو او د حقوقي مساعدتونو د پرمختیا لپاره د اغیزمنو تګلارو د وړاندې کولو په برخه کې زیات کار وکړي.
په همدې ترتیب د دې کمېسیون د دارالانشا کړنلاره له ځینو وړاندیزونو او اصلاحاتو سره په پرنسیب کې د تصویب وړ وګرځیده. د دغې کړنلارې پربنسټ، د حقوقي مساعدتونو د عالي کمېسیون دارالانشا کولای شي په هېواد کې د حقوقي مساعدینو او د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کوونکو بنسټونو فعالیت وڅاري.
د کمېسیون غړو په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې خپلې فوق العاده غونډې د اړتیا په صورت کې د چارو د ګړندي کولو په منظور جوړې کړي. د حقوقي مساعدتونو د تنظیم د مقررې له مخې، د حقوقي مساعدتونو عالي کمېسیون په هرو دریو میاشتو کې یوځل غونډه جوړوي.

د عدليې وزارت همدا اوس د ۱۵۱ حقوقي مساعدتونو له لارې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جزايې قضیو او د ښځو او ماشومانو په کورنیو قضیو کې د بیوزلو مظنونینو او تورنو کسانو لپاره د وړیا حقوقي مساعدتونو د وړاندې کولو مسؤلیت لري.
عدليې وزارت باور لري چې د حقوقي مساعدتونو په برخه کې د فعالو ملي او بین المللي بنسټونو همغږي مرسته کوي چې په ټول هېواد کې وړیا حقوقي مساعدتونه د ولسوالیو ترکچې پورې پراختیا ومومي.
د یادونې وړ ده چې د عدليې وزارت په نړیواله کچه کې د ملګروملتونو له سازمان سره ژمنه کړې ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د حقوقي مساعدتونو یو بشپړ، اغیزمن، پایدونکی او معتبر سیستم رامنځته کوي. دغه راز د حقوقي مساعدتونو پیاوړتیا د ملګروملتونو د سازمان د پایدونکي په پرمختیا د موخو په ګډون ۱۶ موخې ته د لاسرسي لپاره د افغانستان د هڅو یوه عمده برخه ده چې په سولې او په عدالت په لاسرسي باندې تمرکز لري.