په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Mon, Jun 22 2026 9:40 AM
.

 د جوزجان ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۳۰مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له پنځو دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، مهرونه، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په پایله کې یې د معاملاتو لارښوونې یو دفتر د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شو.

همداراز د معاملاتو لارښوونې په نورو دفترونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې هم مشخصې شوې چې د لرې کولو او د چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د یادو دفترونو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د جوزجان ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS