په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو
د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ۱۴ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو عريضه ليکونکو فعالیتونه له نږدې بررسي کړل او هغوی ته یې توصیه وکړه، چې عریضې په اصولي او مسلکي ډول ولیکي ترڅو د خلکو غوښتنې او شکایتونه په سمه توګه اړوندو ادارو ته وړاندې شي.
عریضه لکیونکو هم ژمنه وکړه چې د عریضه لیکنې ټولو اصولو ته ژمن دي او له هر راز سرغړونو څخه په کلکه ډډه کوي.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
