د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Sun, Oct 12 2025 3:01 PM
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د څه باندې ۸ زره جریبو ځمکو موضوعات تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول.

په دې ناسته کې چې د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو د ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي محترم مولوي محمد حماد، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې د نږدې ۷ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکې، په هلمند ولایت کې د ۶۲۵ جریبه ځمکې، په زابل ولایت کې د یو مارکېټ او د ننګرهار د کانال اړوند یوې برخې ځمکې موضوعات بررسي کړل او په اړه یې لازم تصامیم ونیول.

دغه راز په یاده ناسته کې له کمېسیون سره د محکمو او نورو ادارو د همکاریو د پياړتیا موضوع، د رسیدګۍ په موخه د هغو ښارګوټو دوسیو ته لومړتیوب ورکول چې منظور شوی پلان لري، په هلمند ولایت کې د میلیونونو جریبو ځمکو سروې لپاره د هیئت د توظیف موضوع او په مزار شریف ښار کې د بلخ ولایت د مقام شاوخوا کورونو موضوع تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د یادو شویو ځینو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وکړې او د ځینو نورو بررسۍ لپاره یې هیئت توظیف کړ ترڅو د هغو د حل په موخه لازم اقدامات او همغږۍ ترسره شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS