په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Thu, Oct 02 2025 12:03 PM
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د یادو پلورنځيو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د موټر پلورنځيو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د حل او د کاري چارو ښه پر مخ وړولو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د ننګرهار ولایت عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS