په نیمروز ولایت کې ۴ موټر پلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شول

د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۲۸مه نېټه د شنبې په ورځ، د یاد ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د موټر پلورنځیو او د املاکو د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د عدلیې رياست مؤظف نظارتي پلاوي د دغو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د یاد نظارت پر مهال د موټر پلورنځيو ۴ دفترونه چې له قانوني جواز پرته یې فعالیت کاوه وتړل او د پاتې نورو دفتروتو متصديانو ته یې د شته نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.