په کندز ولایت کې د ۴ زره ۵۰۰ جريبه ځمکې بررسي
د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت د رجب المرجب د مياشتې په ۱۱ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د غصب شويو ځمکو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند زر کمر ساحې ته سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې تخنيکي هيئت په ياده ساحه کې څلور زره پنځه سوه (۴۵۰۰) جریبه ځمکه له نږدې بررسې کړه او پرېکړه یې وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې بشپړه شي او د وروستۍ پرېکړې په موخه دې مرکزي کمیسيون ته واستول شي.