په لغمان ولایت کې د ۵ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل
د لغمان ولایت د عدلیې رئيس مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ د یاد رياست نظارتي پلاوي، د جماديالثاني د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د سهشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د لغمان ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.