په جوزجان ولایت کې د ۳۲۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
Tue, Dec 10 2024 12:13 PM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادي‌ الثاني د مياشتې په ۲ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

د تخنیکي هيئت په دې ناسته کې، د یاد ولایت د خانقاه ولسوالۍ په عليلي وطني کلي کې د دوه‌زره درې‌سوه نهه‌پنځوس (۲۳۵۹) جریبه ځمکې او همدارنګه، د یاد ولایت د فیض آباد ولسوالۍ اړوند په قزل کوتل ساحه کې د نهه‌سوه پنځه‌اویا (۹۵۷) جریبه امارتي ځمکې دوسیې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې.

تخنيکي هيئت د یادو ځمکو د دوسیو په بررسۍ سره پرېکړه وکړه چې د مرکزي کمېسيون د لارښود په اساس د تخنیکی هيئت د سکرتریت مسلکي غړي دې د یادو ځمکو دوسیو په اړه املاکي څېړنې ترسره کړي.

همدارنګه په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS