پروان ولایت کې څه باندې ۱۲۱ جریبه امارتي ځمکه تثبيت شوه
![.](/sites/default/files/2024-03/prwan_.jpg)
د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هئيت د ياد ولایت په شيخ علي ولسوالۍ کې ۱۲۱،۲۵ جريبه امارتي ځمکه تثبيت کړه.
تخنيکي هئيت د شعبان د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د شيخ علي ولسوالۍ قمغي ساحې ته لاړ او په یاده ساحه کې یې ۱۲۱،۲۵ جریبه امارتي ځمکه چې د یادې ساحې د اوسيدونکو له خوا غصب شوې وه، تثبيت او تشخيص کړه.
دغه راز تخنيکي هئيت د ځمکو له متصرفينو څخه د يادې ځمکې اړوند سندونه او معلومات وغوښتل.