پکتیا ولایت کې د ناقانونه فعالیت په دلیل د معاملاتو لارښوونو او موټرپلورنځیو د ۶ دفترونو تړل کیدل
![.](/sites/default/files/2024-01/pktya_n_1.jpg)
د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د دوو ورځو (د جمادي الثاني ۱۸ او ۱۹) په اوږدو کې په سیدکرم او څمکنۍ ولسوالیو کې د معاملاتو لارښوونو او موټرپلورنځیو د ۲۱ دفترونو په بررسۍ سره د معاملاتو لارښوونې یو دفتر او پنځه موټر پلورنځۍ د ناقانونه فعالیت په دلیل وتړلې او مهرلاک کړې.
یو شمېر یاد دفترونه د فعالیت جواز د نه لرلو او یو شمېر له جعلي سټو څخه د استفادې په دلیل وتړل شوو. دغه راز پلاوي ۴ نورو موټرپلورنځیو ته د نیمګړتیاو د لري کولو په هکله لازمې توصیې وکړې.
دغه راز یاد پلاوي په دغو ولسوالیو کې د پنځه عریضه لیکونکو له فعلایت څخه هم څارنه وکړه چې فعالیت يې شفاف و او هغوی ته لازمې لارښوونې وشوې.