پکتیا ولایت کې د ناقانونه فعالیت په دلیل د معاملاتو لارښوونو او موټرپلورنځیو د ۶ دفترونو تړل کیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۷
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د دوو ورځو (د جمادي الثاني ۱۸ او ۱۹) په اوږدو کې په سیدکرم او څمکنۍ ولسوالیو کې د معاملاتو لارښوونو او موټرپلورنځیو د ۲۱ دفترونو په بررسۍ سره د معاملاتو لارښوونې  یو دفتر او پنځه موټر پلورنځۍ د ناقانونه فعالیت په دلیل وتړلې او مهرلاک کړې.

یو شمېر یاد دفترونه د فعالیت جواز د نه لرلو او یو شمېر له جعلي سټو څخه د استفادې په دلیل وتړل شوو. دغه راز پلاوي ۴ نورو موټرپلورنځیو ته د نیمګړتیاو د لري کولو په هکله لازمې توصیې وکړې.

دغه راز یاد پلاوي په دغو ولسوالیو کې د پنځه عریضه لیکونکو له فعلایت څخه هم څارنه وکړه چې فعالیت يې شفاف و او هغوی ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS