د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د دارالوکالو، د معاملاتو لارښوونو او د عریضه لیکونکو بررسي او نظارت

hayat_admin
Thu, Dec 21 2023 11:11 AM
.

د کاپیسا ولایت د عدليې رئیس قاري شکرالله احمد او د یاد ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الثاني د میاشتې په ۵ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت نجراب ولسوالۍ ته سفر وکړ او په دې ولسوالۍ کې له یو شمېر دارالوکالو، د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو څخه بررسي او څارنه ترسره کړه.

د کاپیسا د عدليې رئیس او د یاد ریاست نظارتي پلاوي، لومړی د نجراب ولسوالۍ له ولسوال مولوي عطاالله، امنیه قوماندان او د یادې ولسوالۍ له نورو سیمه ییزو مسؤولینو سره وکتل او د هغوی په همغږۍ یې له یو شمېر دارالوکالو، د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو څخه بررسي او څارنه ترسره کړه.

یاد هیئت د بررسۍ په ترڅ کې، ۳ دارالوکالې چې په ناقانونه ډول او له جواز څخه پرته فعالیت درلود، وپېژندلې او له یادو دفترونو یې ترلاسه شوي سندونه ضبط کړل او د هغوی دفترونه یې مهرلاک او وتړل. دغه هیئت یادو شوو سرغړونکو ته توصیې او لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی څخه یې لیکل شوې ژمنې واخیستې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS