د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له مقاماتو سره د حقوقي مرستو ریاست د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
Sat, Jun 17 2023 1:48 PM
.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د ذوالقعدې میاشتې په ۲۴ نېټه د سه شنبې په ورځ د ستونزو حل، د برنامو بیانولو او د ښو کاریو اړیکو رامنځ ته کولو په منظور، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له مقاماتو سره یو ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې، د سروبي ولسوال الحاج مولوي میر احمد طارق، د محکمې مفتي، امنیه قوماندان، د استخباراتو مسؤل، د علماوو د شورا رئیس، د حج او اوقافو، د ښوونې، کرنې او اراضۍ، د کلیو د چارو او د نورو سیمه ییزو ادارو مسؤلینو حضور درلود.

په دغې ناسته کې، د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئیس د یادې ناستې موخې تشریح کړې، ویې ویل چې د عدليې وزارت د اسلامي امارت او د رعیت ترمنځ د اړیکو پل دی چې له یوې لوري غواړي د اسلامي امارت قوانین، فرمانونه او اصول په غوره توګه پلي شي او له بلې لوري د ادارو له خوا د رعیت حقوق تامین شي.

دغه راز د حقوقي مرستو رئیس وویل چې حقوقي مرستې بې وزله شکمن، تورن، محکوم علیه او مجني علیه لپاره د حقوقي مرستندوی (وړیا مدافع وکیل) توظیف او په ادارو او سیمو کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامې جوړولو له لارو هیوادوالو له پاره وړاندې کیږي.

د سروبي ولسوال د حقوقي مرستو ریاست برنامي او کاري موخي وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د دغې ولسوالۍ ټولې سیمه ییزې ادارې به د حقوقي مرستو ریاست له کارکوونکو سره لازمې همکارۍ وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS