د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, Jun 13 2023 1:40 PM
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د هوايي ډګر په جنوب کې د بهراب استوګنې ښارګوټي په نوم د ۱۰۲۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد موضوع بررسي شو او پریکړه وشوه چې اجراآت د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم ترسره شي او د هغو د استرداد په برخه کې اقدام وشي.

په دغې ناسته کې، د ترکمن علي خاني پروژې په نوم د ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې اړوند معلومات یې بشپړ شي. دغه راز د یو شخص په تصرف کې د ۲۱ جریبه ځمکې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې ساحه د مسلکي هیئت له خوا له نږدې ولیدل شي.

دغه راز په دغې ناسته کې د حبیب الله شهید ښارګوتي، هاشمي ښارګوټي، استقلال ښارګوټي، زینبیه ښارګوټي، د مامورینو ښارګوټي او د ۱۴۴۵ کال د کاري پلان جوړولو په برخه کې  بحث او د نظرونو تبادله ترسره او په اړه یې لازم تصمیم ونیول شو او یو شمېر لیکوونه هم د عدليې ریاست د امارت د قضایاو آمریت ته راجع شول.

دغه راز یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې راتلونکي ورځ د نهرشاهي ولسوالۍ مومن آباد ساحې ته ولاړ شی او د خان آقا وردک او د نوموړي د شریکانو د کرنیز فارم ۱۰۰۰۰ جریبه ځمکې څخه لیدنه او بررسی وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS