د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Wed, Jun 07 2023 3:12 PM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۷ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یاد هیئت رئیس د ننګرهار والي په مشرۍ د ختیځ زون په کچه د غونډې په اړه معلومات ورکړل، ویې ویل چې نوموړي په دغې ناسته وړانديز وکړ چې د امنیه قوماندانۍ مسؤلین د غاصبینو په جلب کې له تخنیکي هیئت سره همکاري وکړي.

یاد شوي هیئت د قرغه یي ولسوالۍ په نهر کریم ساحه کې د امارتي ځمکو له متصرفینو سره وکتل او له هغوی څخه یې سندونه وغوښتل. دغه راز یاد شوي هیئت د علینګار ولسوالۍ د ټک کلا په ساحه کې او د مرکز په ملک افضل ساحه کې د امارتي ځمکو له متصرفینو سره په جلا توګه وکتل او له هغوی څخه یې قانوني سندونه وغوښتل او له هغوی څخه ژمنه هم واخیسته چې نور امارتي ځمکي نه تصرف کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS