د یو کال په ترڅ کې د ټولنو، د خیریه بنسټونو، د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو د جوازونو صادرولو له درک څخه څه باندې د ۲۴ میلیونو افغانیو عواید راټولیدل

hayat_admin
Sat, May 06 2023 3:01 PM

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د ۱۴۰۱ مالي کال په ترڅ کې د ټولنو، د خیریه بنسټونو، د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو دفترونو د جوازونو د تمدید او صادرولو له درک څخه ۲۴ میلیونه، ۱۳۷ زره او ۱۹۵ افغانۍ عواید راټول کړي او د اسلامي امارت خزانۍ ته یې تحویلې کړي دي.

یاد ریاست د دغه کال په لړ کې، ۸۲۳ تنو غوښتونکو ته د معاملو د لارښوونې د فعالیت نوی جواز صادر کړی او د ۵۴۱ تنو نورو د فعالیت جوازونه یې تمدید کړي او ۱۰۷۰ قطعې دوراني فورمې یې هم ویشلي دي.

دغه راز یاد ریاست په همدې کال کې، د معاملو د لارښوونې ۲۰۷ جوازونه لغو کړي او ۱۷۰ د جواز د فسخ غوښتنلیکوونه یې اجرا کړي دي او په همدې توګه یې ۶۱۰۰ پاڼې سټې د بیلانس او راپور له مخې اخېستلي دي.

په همدې توګه یاد شوي ریاست ۳۰۰۰ ټوکه سټې مهر او نښاني کړي او د معاملو د لارښوونې له ۲۳۰۰ دفترونو څخه یې نظارت او بررسي کړې چې پایله کې یې ۱۰۲۰ پاڼې جعلي سټې ترلاسه شوي او د معاملې د لارښوونې ۴۵۴ دفترونه د غیرقانوني فعالیتونو په دلیل د یاد ریاست لخوا تړل شوي دي.

د انسجام لوی ریاست ۳۱۵ تنو غوښتونکو ته د عریضې لیکنۍ د فعالیت نوی جواز صادر کړی او د ۲۳۵ نور جوازونه یې تمدید کړي او ۴۰۰ قطعې دوراني فورمې یې ویشلې دي. دغه ریاست د ۴۹۳ عریضه لیکوونکو د فعالیت له بهیر څخه نظارت او بررسي ترسره کړې او د هغو ۴۵ تنو فعالیت يې د غیرقانوني فعالیت په دلیل درولی دی.

دغه ریاست، د خیریه بنسټ ۹۵ جوازلیکوونه او د ۷۱ ټولنو نوي جوازلیکوونه یې صادر کړي او د ټولنو ۵ جوازلیکوونه او  د خیریه بنسټ ۱ جواز یې تمدید کړی دی. یاد ریاست د خیریه بنسټونو او د ټولنو ۱۴ جوازلکیوونه د سرغړونې او یا د هغو د لوی مجمع د پریکړې پر اساس لغو کړي، او ۱۵۰ دفترونو څخه یې لیدنه کړې او د ۲۵۰ دفترونو له کاري بهیر څخه یې نظارت ترسره کړی دی.

په همدې توګه یاد ریاست د دغه کال په ترڅ کې په اړوندو برخو کې د مراجعینو ۲۵۶ عریضو ته رسیدګي کړې او ۲۰۰۰ دوسیې چې تېر حکومت کې له پړاونو څخه تېرې شوې وې، بررسي کړي دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS