د پروان ولایت تخنیکي هیئت په یاد ولایت کې د مسعود له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د مسعود ښارګوټي ته ولاړ او یو شمېر نمرې یې په دغه ښارګوټي کې ویجاړې کړې. دغه هیئت وړاندې د یادې ساحې متصرفین غوښتلي ول خو هغوی حاضر شوي نه ول.
دغه هیئت د یادو شویو نمرو مالکانو ته یوه اوونۍ وخت ورکړ ترڅو خپل سندونه وړاندې کړي او وروسته له هغې کولای شي په خپل ځای کې پاتې شي.
دغه راز یاد هیئت د ښاروالۍ اړوند ځینې ساحې چې غصب شوې وې، استرداد کړې او جوړ شوي تاسیسات یې په کې ویجاړ کړل.