د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, Apr 04 2023 12:21 PM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې میاشت په ۱۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پر امارتي ځمکو د ځینو افرادو او اشخاصو دعواوې په کې بررسي شوې.

په دغې ناسته کې د پستې ځنګل په تاوه ګک ساحه کې د څړځای پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د دوه تنو د دعوا موضوع بررسي شوه او مشخصه شوه چې د دعوا یو لوري د څړځای ځمکه په کرنیزه ځمکه تبدیله کړې ده. هغوی ژمنه وکړه چې ساحه بېرته په څړځای اړوي.

دغه راز په دره بوم ولسوالۍ کې پر عامه مرعی ځمکه د دوه تنو نورو د دعوا موضوع او د هغوی د استعلامونو ځوابيې بررسي شوې. یو لوري ویلې وو چې هیڅ ډول سندونه نه لري او بل لوري د مالکیت او د سندونو درلودلو ادعاه درلودله چې له نوموړي څخه سندونه وغوښتل شول.

یو شمېر افراد جلب شول او له یو شمېر نورو څخه ژمنه واخیستل شوه ترڅو د څړځای پر ځمکه هیڅ ډول تصرفات، ویجاړول، پېرودل او پلورل و نه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS