۳۸ جریبه ځمکه په فراه ولایت کې امارتي تثبیت شوه
د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رمضان میاشت په ۶ نېټه د سه شنبې په ورځ ددغه ولایت د مرکز اړوند د بلاکوونو ساحې ته ولاړ او د یادې ساحې په بررسۍ سره یې ۳۸ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.
د یادې ځمکې یو اندازه کښت لاندې نیول شوې او یو اندازه یې د استوګنې په نمرو تبدیله شوې ده چې شمیر یې ۴۴ نمرو ته رسیږي. یادې نمرې څلور دیوالي شوي او سرپناوې او کورونه په کې جوړ شوي دي.
یاد هیئت ددغې ساحې له تثبیت او تشخیص څخه وروسته، د ځمکو د غصب د مخنیوي اصول او مقررې د هغو متصرفینو ته بیان کړې.
