د پکتیا ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, Jan 05 2023 10:50 AM
.

د پکتیا ولایت د عدليې ریاست میاشتنۍ اداري ناسته د جمادي الثاني میاشته په ۱۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدليې رییس مولوي محمد رییس محمدي په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

دغه ناسته چې د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د عدليې رییس د موضوع په اړه خبرې وکړې او د تېرې یوې میاشت لاسته راوړنو، ستونزو او د راتلونکي میاشت د پلان په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

د  عدليې رییس ددغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې د امربالمعروف له حکمونو څخه اطاعت وکړي او خپل سیرت او صورت له نبوي سنتو سره سم عیار کړي. دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې متقابل احترام خپلو کې مراعات او خپل دفترونو داخل کې له سیاسي بحثونو څخه ډډه وکړي.

دغه راز د عدليې رییس د ددغه ریاست کارکوونکو ته د رخصت اخیستلو، نورو شعبو کې د کېناستلو، رسمي وختونو ته د پابندي، له بريښنايي بخاریو او منقلونو څخه د عدم استفادې او د آمرینو له امرونو څخه د اطاعت په اړه، لازمې لارښوونې وکړې.

دغې ناسته کې، د عدليې ریاست آمرینو او کارکوونکو خپل ننګونې او ستونزې له عدليې رییس سره شریکې کړې.

د عدليې رییس ددغه ریاست کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د ستونزو د حل برخه کې به له هیڅ ډول هڅو او هاند څخه ډډه و نه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS