د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون فوق العاده ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, Dec 15 2022 12:25 PM

د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد د کمېسیون فوق العاده ناسته د جمادي الاول میاشت په ۱۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدليې وزارت سرپرست او ددغه کمېسیون د رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو چې د کار او ټولنیزو چارو د وزارت سرپرست، د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست، د کرنې وزارت معین او د لوی څارنوالۍ استازی په کې شامل دي او ددغه کمېسیون د اختصاصي محکمې غړي او د چارو د ادارې لوی رییس او د سترې محکمې د دارالانشا د رییس په ګډون جوړه شوه.

 دغه ناسته، د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه په کې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په دغې ناسته کې د هرات، نیمروز، فراه، غور او بادغیس ولایتونو د تخنیکي هیئتونو له پاره د سیمينار جوړولو په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ یاد سیمینار جوړ شي. د کابل ولایت د شکردرې خلکو ته د هدیرې جوړولو له پاره د ۷ جریبه ځمکې د ورکولو او د لوګر ولایت ښوونې ریاست ته په کنجنک کلي کې د مدرسې جوړولو له پاره د ۵ جریبه ځمکې د ورکولو په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې دغه موضوع د چارو ادارې ته واستول شي ترڅو په دغې برخه کې د امیرالمومنین حفظه الله لارښوونه واخیستل شي او یا هم اړوند مراجعو ته په دغې برخه کې صلاحیت ورکړل شي.

دغه راز په دغې ناسته کې د شنې ساحې ۱۴۰۰ متر مربع ځمکې په اړه چې مارکېټ پرې جوړ شوی او د هغې په اړه د زابل ولایت د عدليې ریاست لخوا استردادي قرار صادر شوی، بحث وشو او پریکړه وشوه چې د ۱۶۱ ګڼې مکتوب پر اساس د زابل ولایت تخنیکي هیئت ته لارښوونه ورکړل شي چې هیڅ څوک نشي کولای په یاد مارکېټ کې مالکانه تصرف وکړي. دغه راز پریکړه وشوه چې یاد مارکېټ پرانېستل شي او د هغه عواید د یاد ولایت د ښاروالۍ په حساب کې ټول شي ترڅو اختصاصي محکمه په دغې برخه کې د شریعت پر بنسټ تصمیم ونیسي.

دغه راز د هغو موضوعاتو په اړه چې مخکني حکومت کې په محکمو کې دوسیه لري او اوس کمېسیون ته راجع شوي، پریکړه وشوه چې په دغې برخه کې د سترې محکمې د حکم پر اساس تصمیم ونیول شي او دغه راز د کمېسیون لخوا د ځمکې د بررسۍ او استرداد له پاره د اندازې د تعیین په اړه، تصمیم پر دې شو چې په مضوعاتو کې د کمیت او کیفیت له لحاظه د کمېسیون له رییس سره مشوره وشي.

په ولسوالیو کې د تخنیکي کمېټو د جوړولو په اړه هم پریکړه وشوه چې په ولسواليو کې له ادارو او اشخاصو څخه د همکار په توګه استفاده وشي  او ولسوالیو کې تخنیکي ټیمونه رامنځ ته نه شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS