د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناسته په ۴ ولایتونو کې جوړه شوه.

hayat_admin
Thu, Dec 08 2022 9:29 AM
.

د ځمکې د غصب د مخنیوي  تخنیکي هیئتونو  په ۴ ولایتونو کې د ناستو په جوړولو سره د ځمکې د غصب د مخنیوي د عملي کارونو په برخه کې یو لړ اقدمات ترسره کړل.

د لغمان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت د قرغیو ولسوال سره له کتنې څخه وروسته د سرخکان کیلي له زنګوري سیمې څخه لیدنه وکړه او د ۸۶ جریبه کرنیزې ځمکې غاصبان يې تثبیت کړل.

پر دې سربېره، د خوست ولایت تخنیکي هیئت هم خپله ناسته جوړه کړه او دغه ولایت کې يې له ځینو غصب شوو سیمو څخه لیدنه وکړه. ددغه هیئت په ناسته کې، د صبرۍ ولسوالي د ښارګوټي د ۳۰۵ جریبه ځمکې په اړه بحث وشو.

.

یاد هیئت د کابل او د خوست ګمرک سړک ترمنځ ۱۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه او د هغې متصرفان له سندونو سره هیئت ته وغوښتل شول. دغه راز هیئت د زوړ ګمرک سیمه چې پخوا د مالکیت دعوا لاندې وه له نږدې بررسي کړه.

دغه هیئت د  خوست ښار کې د حمام له مارکیټ څخه چې د ښاروالۍ اړوند دی، لیدنه وکړه او دوکاندارانو ته یې استعلام وویش. دغه راز هیئت د یو شخص او حج او اوقافو ریاست ترمنځ چې د محمد (صل الله علیه وسلم) پر جومات دعوا لري هم بحث وکړ او د سیګۍ دښتې د غاصبانو او استفاده کوونکو د تثبیت له پاره يې یو ټیم سیمې ته واستو.

د قندوز ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د کاري پلان د ترتیب او عملي کارونو په اړه بحث وشو. په دغې ناسته کې تصمیم ونیول شو چې په راتلونکو ورځو کې له پلان سره سم، د هیئت عملي کارونه هم پیلېږي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS