د پکتیکا ولایت د عدليې رییس ناسته د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ د موټر پلورنځیو له مسوولینو سره

hayat_admin
Sat, Oct 29 2022 3:15 PM
..

د پکتیکا ولایت د عدليې رییس مولوي حایت الله آمین د ربیع الثاني میاشت په ۱ نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ د موټر پلورنځیو له یو شمېر مسوولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې د عدليې رییس د موټر پلورنځیو مسوولینو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم خپلې معاملې ترسره کړي او د عوایدو راټولولو کې حاکم اصول په سمه توګه تطبیق کړي.

په دغې کتنه کې د موټر پلورنځیو مسوولینو د عدليې رییس لارښوونې وستایلې او د موټر پلورلو او د مالیاتو راټولو برخه کې يې اسلامي امارت د ټولو اصولو ته د وفادارۍ او د رعایتولو ژمنه وکړه.

په دغې لیدنه کې د موټر پلورنځیو مسوولینو خپلې ستونزې له عدليې رییس سره شریکې کړې او د عدليې له رییس څخه یې وغوښتل چې د عواید ټولولو څخه د معافیت په برخه کې له هغوی سره همکاري وکړي.

د عدليې رییس له هغوی سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به له اړونده مسوولینو سره شریکې کړي او د هغو له پاره به د حل لار ولټوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS