د خیریه بنسټونو د اتحاديې له مسوولینو سره د میاشتنۍ ناستې جوړیدل

د ننګرهار ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي فاتح الله فاتح د ربیع الاول میاشت په ۲۴ نېټه د پنجشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د خیریه بنسټونو د اتحادیې له یو شمېر مسوولینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې، د مخکنیو لارښوونو د تطبیق او د اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې د چارو ترسره کولو او د اتحادیې په تړاو د نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په یاده ناسته کې، د خیریه بنسټونو د اتحاديې غړو خپل فعالیتونه او وړاندیزونه د عدليې له رییس سره شریک کړل او د ورکړل شوو لارښوونو د تطبیق او د بې جوازه خیریه بنسټونو د فعالیت د مخنیوي په اړه یې ډاډ ورکړ.
دغه راز په دغې ناسته کې، د خیریه بنسټونو د اتحادیې مسوولینو یو اندازه مرستې او تدریسي توکي چې د دغه ولایت د نابینایانو او ناشنوایانو له لیسې سره ژمنه کړي وو هغوی ته وویشل.
په پای کې، د عدليې رییس د خیریه بنسټونو د اتحادیې له مسوولینو څخه؛ له بې وزلو خلکو او په ځانګړي توګه د پوهنې په برخه کې د مرستو له امله مننه وکړه او د خیریه بنسټونو څخه د جواز د ترلاسه کولو او پر خپل وخت یې د نوي کولو په اړه ټینګار وکړ. نوموړي د یادې اتحاديې له مسوولینو څخه وغوښتل چې خپل اجراات له قانون او شریعت سره سم ترسره کړي او خپل راپور پر وخت وړاندې کړي.