د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست مالي او اداري لوی مدیر معرفي شو

قاري وجیه الله فایز چې د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د مالي او اداري د لوی مدیر په حیث ټاکل شوی د ربیع الاول میاشتې په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د عدليې رییس مولوي فاتح الله فاتح له لوري کارکوونکو ته معرفي شو.

د ننګرهار عدليې رییس په دغه مراسمو کې د خپلو ویناو په ترڅ کې د مالي او اداري لوی مدیر ته د مبارکۍ ترڅنګ له نوموړي او له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې د مسوولیتونو په اجرا کې په صداقت او ایمان دارۍ سره عمل وکړئ.

د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست مالي او اداري لوی مدیر د عدليې له رییس څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې کارونه به په روڼتیا او چټکتیا سره مخ ته وړي او د عدليې ریاست له نورو کارکوونکو یې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.