۳۵ تنو مدافع وکيلانو ته د فعالیت جواز وويشل شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۴:۳۲
.

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د صفر المظفر د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ۳۵ تنو غوښتونکو ته د دفاع وکالت د فعالیت جوازونه وویشل.

په دغو مراسمو کې د عدلیي وزارت د مدافع وکیلانو رئیس مولوي رحمت الله حقاني او د یاد ریاست نورو مسؤولینو حضور درلود او د دفاع وکالت د جواز ۳۵ تنو غوښتونکو چې ازموینه او د دغې پروسې نور پړاوونه یې په بریالیتوب سره تېر کړي وو، خپل جوازونه ترلاسه کړل.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس دفاع وکالت یوه مهمه، سپېڅلې او مقدسه دنده وبلله او له مدافع وکيلانو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپلې دندې په پوره امانت داري او صداقت سره  ترسره کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې مدافع وکیلان د عدلیې وزارت استازي دي او د خپلې دندې په جریان کې باید له حق څخه دفاع وکړي او مادیاتو ته پاملرنه ونه لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

شماری از دارالترجمه‌ها در ولایت ننگرهار مورد نظارت قرار گرفت

 مسؤولان مدیریت تصدیق ترجمه اسناد رسمی ریاست عدلیه ولایت ننگرهار روز چهارشنبه، ۵ ذوالقعدة ۸ باب دارالترجمه‌ را در شهر جلال آباد، مرکز این ولایت مورد نظارت قرار داده و فعالیت‌های آنان را. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

برگزاری نشست اداری ریاست عدلیه ولایت پکتيکا

 نشست اداری ریاست عدلیه ولایت پکتيکا روز سه‌شنبه، ۴ ذوالقعدة به ریاست مولوی لاهور خان وفادار، رئیس عدلیه ولایت پکتیکا و با اشتراک آمرین و کارمندان ریاست مذکور برگزار شد.

در این نشست،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

۱۳ دفتر لیلیه محصلین در ولایت پروان مورد نظارت قرار گرفت

 کمیته مشترک کنترول کرایه منازل در ولایت پروان به رهبری ریاست عدلیه این ولایت، روز سه‌شنبه، ۴ ذوالقعدة ۱۳ دفتر لیلیه محصلین را در شهر چاریکار، مرکز این ولایت مورد نظارت قرارد داد.

طی. . .

BACK TO NEWS