د مدافع و کیلانو ریاست معرفی

د مدافع وکیلانو ریاست د عدليې وزارت د حقوقي او مسلکي ریاستونه څخه یو ریاست دی چې د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې د ۲ فقرې ۵ مادې پر اساس په عدلیې وزرات کې جوړ او په فعالیت یې پېل کړی دی. له دې امله چې د وکالت مشروعیت د شریعت د نصوصو او د وضعي قانون له مخې ثابت شوی او په همدې توګه د مدافع وکیل شتون د عدالت تأمینولو له پاره په ملي او په نړیوالو قوانینو کې ټولنه، په ځانګړي توګه په عدلي او قضایي مراجعو کې د عادلانه محکمې د یو اصل په حیث قید کړی دی. همدا راز عدلیې وزارت وروسته له هر اړخيزه فعالیتونو څخه د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلاره په ۶ څپرکیو او ۵۸ مادو کې ترتیب او د تصویب په موخه یې د ۱۴/۸/۱۴۴۳ ه.ق کال کې د وزیرانو شورا ته واستوله چې بیا د ۱۴۴۳ کال د روژې په میاشت کې د اسلامي امارت د وزیران شورا لخوا تصویب شو، چې عدليې وزارت د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې د ۵ مادې د صراحت پر اساس د مدافع وکیلانو ریاست د کاري روند د پېل او مدافع وکیلانو ته د خدمتونو وړاندې کولو په غرض جوړ کړ  چې دغه ریاست رسماً د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې د لاندنیو تشکیلاتو پر اساس فعالیت پېل کړ او په عملي توګه یې خپل دفترونه پرانېستل. د مدافع وکیلانو د ریاست په تشکیلاتو کې ۱۶ اداري او مسلکي بستونه لري چې د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې پر اساس د مدافع وکیلانو د جواز لیکونو نوي کول، نوي جواز لیکونه ویشل، د مدافع وکیلانو له فعالیتونو څخه نظارت او همدا راز د هېواد په کچه د وکیلانو ستونزو ته رسیده ګي پرغاړه لري. چې په لاندنېو برخو کې خدمت کوي.

د مدافع وکیلانو ریاست په مرکز کې د عدليې وزارت په مقر کې یو مرکزي دفتر لري او په ولایتونو کې ولایتي شعبې جوړوي، چې مرکزي دفتر د لاندنیو تشکیلاتو په لرلو سره پر فعالیت پېل کړی دی.

۱-ریاست:

د مدافع وکیلانو ریاست د رهبرۍ او د مأموریت د تأمین له پاره په دوه یم بست کې د لارښوونو او سندونو پر مطابق د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت په تشکیل کې جوړ شوی چې دوه آمریتونه او یو لوی مدیریت یې تر اثر لاندې دي چې د دغه ریاست ټولې اداري او اجرایوي چارې د اداري او مسلکي مامورینو لخوا ترسره کېږي چې د وزارت مقام ته د خپلو اجراآتو ګزارش وړاندي کوي.

۲- د جواز لیکونو آمریت:

د مدافع وکیلانو ریاست په (۳) بست کې یو آمر او یو د جواز لیکونو د صادرولو لوی مدیر په (۴) بست کې او د جوازلیکونو صادرولو دوه غړي په (۵) بست کې لري، چې د دندو لایحې پر اساس ګمارل شوي او پر فعالیت یې پېل کړی دی چې ټولې اجرایوي چارې لکه د جواز لیکونو ویشل، د جواز لیکونو نوي کول، د مدافع وکیلانو د جوازلیکونو لغو کول پر غاړه لري او د ادارې د مراتبو د سلسلې پر اساس د ریاست مقام ته ګزارش وړاندې کوي.

۳- د نظارت آمریت:

د مدافع وکیلانو ریاست، یو آمر په (۳) بست کې او ۵ مسلکي غړي په (۴) بست کې لري چې د دندو د لایحو پر اساس ګمارل شوي او پر فعالیت یې پېل کړی دی چې ټولې نظارتي چارې لکه د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې او نورو تقنیني سندونو د احکامو رعایتول، د مدافع وکیلانو مالي مسایل او حق الزحمې څخه نظارت، د ساحوي دارلوکالو ساحوي نظارت او د نظارت پلاوي لایحې او د انسجام کړنلارې پر اساس د خطا کوونکو مدافع وکیلانو تأدیبول پر غاړه لري او د ادارې د مراتبو د سلسلې پر اساس د ریاست مقام ته ګزارش وړاندې کوي.

۴- لوی اداري مدیریت:

یو لوی مدیر (۵) بست کې او یو اداري مأمور (۶) بست کې لري چې د دندو لایحې پر اساس ګمارل شوي او پر فعالیت یې پېل کړی دی چې د کړنلارې او د ملکي خدمتونو قانون پر اساس د مدافع وکیلانو د ریاست د ټولو اداري چارو پرمخ وړلو مسوولیت لري او د خپلو ټولو اجراآتو ګزارش د مدافع وکیلانو ریاست ته وړاندې کولو مسوول دی.

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست د ادارې دندې او صلاحیتونه په لاندې توګه دي.

  • د اسلامي امارت د نظام په چوکاټ کې د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې د حکمونو تطبیق؛
  • د هېواد په کچه د مدافع وکیلانو د اړونده چارو او د هغوی د فعالیت د څرنګوالي انسجام؛
  • د مدافع وکیلانو د فعالیت د جواز لیکونو صادرول او نوي کول؛
  • د مدافع وکیلانو د حقوقو او وجایبو اړونده چارو تنظیمول؛
  • د مدافع وکیلانو له فعالیت څخه نظارت کول؛
  • د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې او د مدافع وکیلانو له فعالیتونو څخه د نظارت د لایحې پر اساس د مدافع وکیلانو په اړه د مؤکلینو شکایتونو ته رسیده ګي کول؛
  • دمدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې پر اساس د خطا کاره او سرغړونکو مدافع وکیلانو تأدیبول؛
  • د هېواد په کچه د دفاع وکالت نوي غوښتونکو له پاره د کانکور آزموینه جوړول؛
  • د اسلامي امارت د عدليې وزارت په چوکاټ کې د دفاع وکالت ستاژ جوړول؛
  • لږ تر لږه د یو کال په موده کې مدافع وکیلانو ته درې وړیا قضیې ویشل؛