د قضایاو ثبتولو دمدیریت دسیستم آمریت

د افغانستان د مدني قضیود مدیریت سیستم د ۲۰۱۴ زېږدیزکال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د عدلیې وزارت، سترې محکمې او په افغانستان کې د عدلي او قضايي سکتور څخه د ملاتړ پروګرام (JSSP) د ادارې تر منځ د بېلابېلو تفاهم نامو په ترڅ کې د مدني او سوداګرۍ قضیو د ثبت له پاره جوړ شوی دی.

د قضیو د مدیریت سیستم موخې:

  • د قضیو د مدیریت په سیستم کې د مدني او سوداګرۍ قضیو ثبتول؛
  • په عدلیې او قضایي بنسټونو کې د شفافیت ساتل؛
  • په آسانۍ سره د حقوقي او مدني قضیو معلوماتو ته لاس رسی؛
  • له اداري فساد سره مبارزه؛
  • د افغانستان عدلیي او قضایي بنسټونو کې په  چټکتیا سره د مدني او سوداګرۍ قضیو حل؛

د افغانستان د اسلامي امارت د مدني او سوداګرۍ قضیو د مدیریت سیستم د مشرتابه کمېټې، نظارت کمېټې او د قضیو د مدیریت سیستم د ستونزو د حل کمېټې څخه جوړ شوی دی چې د سیستم له کړنو څخه نظارت کوي تر څو چې د قضیو د مدیریت سیستم د یو مؤثر سیستم په حیث د عدالت رامنځ ته کولو او په عدلیې پروسو کې مؤثر اوسي او له هغه څخه استفاده وشي.

په دفترونو کې د مدني او سوداګرۍ قضیو  د مدیریت سیستم د دولت د قضایاو ریاست او د حقوقو ریاستونو پورې اړه لري، چې د ډيټابیس له رامنځ ته کیدو څخه تر اوس مهال پورې حقوقې او مدني دوسیې د قضیو د مدیریت سیستم په آنلاین ډیټابیس کې ثبت شوي دي.

د قضیو د مدیریت سیستم کارکوونکي په مرکزي ریاستونو او د عدلیې په ریاستونو کې د عدلیې وزارت د مقام له لارښونې او د قضیو د مدیریت سیستم د مقررې پر بنسټ ورسپارل شوې دندې پر مخ وړي او په منظم ډول یې  میاشتنی او ربعوار ګزارش د قضیو د مدیریت سیستم محترم ریاست ته وړاندې کوي.

وروسته له دې چې اسلامي امارت واک ته ورسید د قضیو مدیریت سیستم د تمویل کوونکې ادارې لخوا غیر فعاله شو د قضیو د مدیریت ډيټابیس د بیا فعالولو له پاره هاند او هڅې روانې دي.